ایکنا د الرائ له قوله راپور راکړ، دغه قرآني پارک یا باغ چې د قطر له فاؤنډیشن سره اړونده دحمد بن خلیفه پوهنتون یوه برخه ده ، په قطر کې ددغه ډول لومړنی باغ او په مینځني ختیځ کې د بوټو پيژندنې دوهم باغ دی چې دبوټو د سرچینو د ساتنې په زمینې کې ئې دمخکښ باغ عنوان په ګټلو کې بریالی شوی دی.
د قطر د قرآنی بوستان یا باغ مسئولانو دغه عنوان د قطر د بوټو د سرچینو او په قرآن کریم کې د ذکر شوو د وَنو او بوټو د ساتنې په زمینې کې د ترسره شوي هڅې لپاره یوه ګواهي وبلله او هیله ئې وښودله څو دغه عنوان په نړیواله سویه د دغه بوستان یا باغ د ځائيګي د لوړتیا لامل شي.
همدرااز دغه عنوان د بوټو د سرچینو د ساتنې د تخم ،ډول ډول بوټو په څیر د ژواک چاپيریالي ټولګو دمستند جوړونې په زمینو کې دنړیوالو سټینډرډونو ته د قطر د قرآني باغ ژمنتیا نندارې ته وړاندې کړي.
د قطر د قرآني باغ دمسئولانو په وینا، په قران کریم او نبوي روایتونو کې ذکر شوي بوټي او د قطرد ټاټوبي کابو درې میلیون کم موندونکی ځای بوټي او د دغه راز ډول ډول تخمونه او درملیز بوټي غونډ شوي دي او دغه تخمونه په ډ يرو پرمختللو مرکزونو کې تر لسیزو لسیزو پورې ساتل کیدلی شي.
د قطرپه قرآني باغ کې همداراز داسې ۲۵۰۰ دهغو بوټو نمونې هم شته، چې پيژندپاڼې لري.. دغه نمونې د بوټو پيژندونکي ددې جوګه کويڅو د بوټو دعلمي طبقه بندۍ په باب څيړنې وکړې .